Summary: د نیمروز د پوهنې ریاست له لوري مدرسو ته د نوي تعلیمي نصاب چې پکې ۴۳ زره ۴۰۷ درسي کتابونه شامل دي د وېش لړۍ یې پیل شوه. باختر اژانس ته ځايي مسوولینو ویلي، چې دغه اقدام د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په موخه شوی، چې پرې یو میلیون او ۱۷۵ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.د نیمروز د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو امر مولوي عبدالغني شفیق د کتابونو د وېش لړۍ د ښوونې د کیفیت لوړولو او زده کوونکو ته د معیاري درسي سرچینو د برابرولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله. نوموړي زیاته کړې، چې د درسي کتابونو عادلانه وېش د ښوونیز بهیر د ښه والي، د زده کوونکو د علمي ودې او د پوهنې نظام د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.د هغه په خبره، د نوي نصاب د کتابونو په وېش سره به د مدرسو د لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د زدهکړو په برخه شته ستونزې هوارې شي.ځايي مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د دې درسي کتابونو د وېش بهیر به د یوې روڼې پروسې له لارې ترسره کړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
نیمروز کې مدرسو ته د نوي تعلیمي نصاب له مخې د جوړو شویو کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه
سرچینې
Afghan sources
نیمروز کې مدرسو ته د نوي تعلیمي نصاب له مخې د جوړو شویو کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه