Diplomacyافغانستاندرینیمروز

نیمروز کې مدرسو ته د نوي تعلیمي نصاب له مخې د جوړو شویو… — Bakhtar

در حال تکمیلDiplomacyنیمروز1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-29 12:37:34🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د نیمروز د پوهنې ریاست له لوري مدرسو ته د نوي تعلیمي نصاب چې پکې ۴۳ زره ۴۰۷ درسي کتابونه شامل دي د وېش لړۍ یې پیل شوه. باختر اژانس ته ځايي مسوولینو ویلي، چې دغه اقدام د ښوونیز نظام د پیاوړتیا په موخه شوی، چې پرې یو میلیون او ۱۷۵ زره افغانۍ لګښت راغلی دی.د نیمروز د پوهنې ریاست د اسلامي زده‌ کړو امر مولوي عبدالغني شفیق د کتابونو د وېش لړۍ د ښوونې د کیفیت لوړولو او زده‌ کوونکو ته د معیاري درسي سرچینو د برابرولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله. نوموړي زیاته کړې، چې د درسي کتابونو عادلانه وېش د ښوونیز بهیر د ښه والي، د زده‌ کوونکو د علمي ودې او د پوهنې نظام د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.د هغه په خبره، د نوي نصاب د کتابونو په وېش سره به د مدرسو د لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د زده‌کړو په برخه شته ستونزې هوارې شي.ځايي مسوولینو ډاډ ورکړی، چې د دې درسي کتابونو د وېش بهیر به د یوې روڼې پروسې له لارې ترسره کړي.

اطلاعات کوتاه

مکاننیمروز
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-29 12:37:34

خط زمانی

  1. Bakhtar

    نیمروز کې مدرسو ته د نوي تعلیمي نصاب له مخې د جوړو شویو کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-29 11:28:26

نیمروز کې مدرسو ته د نوي تعلیمي نصاب له مخې د جوړو شویو کتابونو د وېش لړۍ پیل شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button