Summary: د افغانستان د غېږنیونې فدراسیون د رستمي څانګې دوه لوبغاړي د قرغیزستان د رستمي غېږنیونې په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شول. د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو نړیوالو سیالیو کې به د افغانستان په ګډون د شاوخوا ۴۰ هېوادونو ورزشکاران ګډون وکړي او سیالۍ به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د قرغیزستان په کوربه توب پیل شي.افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کې د هېواد استازیتوب وکړي او هڅه به وکړي، چې د غوره سیالیو پر وړاندې کولو سره د افغانستان لپاره مډالونه ترلاسه کړي.د یادونې وړ ده، چې د دغو نړیوالو سیالیو په شپږم پړاو کې به د بېلابېلو هېوادونو ورزشکاران د دودیزو او رزمي ورزشونو په ګډون په ګڼو ورزشي څانګو کې له یو بل سره سیالۍ وکړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د رستمي غېږنیونې دوه افغان لوبغاړي نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته روان شول
منابع
Afghan sources
د رستمي غېږنیونې دوه افغان لوبغاړي نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته روان شول