KabulPoliticsافغانستاندری

سالنګ کې ترافیکې پېښې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-29 12:37:38🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکین یار باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو کرولا ډوله موټر له شمال څخه د کابل پر لور روان و او د «قبر کلینر» په سیمه کې له سړک څخه واوښت.نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د عبور او مرور شرطې منسوبین سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال کړي دي.نوموړي د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې ‌احتیاطي یاده کړې او ویلي یې دي، چې په اړه یې د مسوولینو له لوري لا هم څېړنې روانې دي.ترافیکي پېښې چې له امله یې د ګڼو هېوادوالو ژوند اخیستی په دې وروستیو کې عام خلک له حکومت څخه د حل لارې په موخه د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-29 12:37:38

خط زمانی

  1. Bakhtar

    سالنګ کې ترافیکې پېښې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-29 11:00:27

سالنګ کې ترافیکې پېښې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button