Kabulافغانستانامنیتپښتو

د طالبانو یو درې کسیز پلاوی جرمني ته تللی — 8am PA، Bbc

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-29 12:37:43🎙 راډیو واورئ

جرمنۍ رسنۍ «این‌ډي‌آر» راپور ورکړی چې د طالبانو یو پلاوی دغه هېواد ته تللی او ټاکل شوې درې اونۍ په جرمني کې پاتې شي ترڅو کابل ته د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو (اخراج) لپاره لاره هواره کړي. دغې جرمنۍ رسنۍ ویلي دي چې دا ماموریت تر اوسه «محرمانه» و او د جرمني عام افکار ترې لرې ساتل شوي وو. د دغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، په دغه هیئت کې درې تنه شامل دي چې تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ جرمني ته رسېدلي دي. هغوی له کابل څخه له وتلو وروسته لومړی په قطر کې تم شول او په قطر کې د جرمني په سفارت کې ورته د ۳۰ ورځو لپاره د دغه هېواد ویزې صادرې شوې دي. د دغې رسنۍ په راپور کې راغلي چې دغه هیئت همدا اوس د برلین په ګرونوالډ سیمه کې د افغانستان په سفارت کې مېشت دی. ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ دا کسان بن او مونیخ ښارونو ته هم سفر وکړي؛ چېرې چې د افغانستان کونسلګرۍ موقعیت لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام د دغې رسنۍ د پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د دغه هیئت حضور تائید کړی دی. د دغه وزارت په وینا، دا ماموریت افغانستان ته د نورو افغان اتباعو له اېستلو سره تړاو لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-29 12:37:43

مهالوېش

  1. Amu TV

    الماني رسنۍ: د طالبانو یو پلاوی جرمني ته تللی دی | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-29 09:55:45

الماني رسنۍ: د طالبانو یو پلاوی جرمني ته تللی دی | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button