د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د لومړي ځل لپاره د پکتیا په مرکز او زرمت ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ کورنۍ د برېښنا له رڼایۍ برخمنې شوې. خو ملګري ملتونه وايي، د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه وګړي لا هم برېښنا ته لاسرسی نهلري. هغه له امریکا سره د اړیکو د راتلونکي په اړه وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس باید د جګړې د دورې سیاسي او رسنیزې تګلارې هم بدلې شي. نوموړي وویل، چې د طالبانو په اړه د لوېدیځ برداشت لا هم د تېرو دوو لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی او نړیوالې رسنۍ طالبان د جګړې، بېثباتۍ او نړۍ ته د ګواښ په توګه انځوروي. مجاهد وویل: «خو اوس جګړه پای ته رسېدلې او زه باور لرم چې د هغه وخت سیاستونه، که سیاسي وي او که رسنیز، باید بدل شي.» هغه له بهرنیو حکومتونو او خبریالانو وغوښتل چې له طالبانو سره مستقیم تعامل وکړي او د دوی موخې درک کړي. د طالبانو ویاند د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته سپارلو غوښتنه هم وکړه. د مجاهد په وینا، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خوشې کول کولی شي له واشنګټن سره د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي….
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
برېښنا شرکت: پکتیا کې نږدې ۱۱۰۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې
سرچینې
Afghan sources
برېښنا شرکت: پکتیا کې نږدې ۱۱۰۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شوې