افغانستانامنیتدری

ندامحمد ندیم: افغانستان به ډېر ژر «د بهرنیو استادانو له احتیاجه» خلاص شي — AF International

در حال تکمیلSecurity1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-29 17:41:42🎙 رادیو را بشنوید

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي، د هېواد په پوهنتونونو کې د فوق لېسانس پروګرامونو په رامنځته کېدو سره به افغانستان ډېر ژر «د بهرنیو استادانو له احتیاجه» خلاص شي او ځوانانو ته به د مسلکي زده کړو ترڅنګ «فکري او عقیدوي روزنه» هم ورکړل شي. هغه له امریکا سره د اړیکو د راتلونکي په اړه وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس باید د جګړې د دورې سیاسي او رسنیزې تګلارې هم بدلې شي. نوموړي وویل، چې د طالبانو په اړه د لوېدیځ برداشت لا هم د تېرو دوو لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی او نړیوالې رسنۍ طالبان د جګړې، بې‌ثباتۍ او نړۍ ته د ګواښ په توګه انځوروي. مجاهد وویل: «خو اوس جګړه پای ته رسېدلې او زه باور لرم چې د هغه وخت سیاستونه، که سیاسي وي او که رسنیز، باید بدل شي.» هغه له بهرنیو حکومتونو او خبریالانو وغوښتل چې له طالبانو سره مستقیم تعامل وکړي او د دوی موخې درک کړي. د طالبانو ویاند د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته سپارلو غوښتنه هم وکړه. د مجاهد په وینا، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خوشې کول کولی شي له واشنګټن سره د اړیکو په…

اطلاعات کوتاه

موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-29 17:41:42

خط زمانی

  1. AF International

    ندامحمد ندیم: افغانستان به ډېر ژر «د بهرنیو استادانو له احتیاجه» خلاص شي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-08-29 14:24:32

ندامحمد ندیم: افغانستان به ډېر ژر «د بهرنیو استادانو له احتیاجه» خلاص شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button