د انګلیس د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال تر جون میاشتې په وړو کښتیو کې دغه هېواد ته له ۳۳ زرو ډېرو ناقانونه کډوالو د رسېدو له ډلې، ۱۳ سلنه افغانان دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، افغانان انګلیس ته د ناقانونه راغلو کډوالو درېیمه لویه برخه جوړوي. دغه وزارت وايي، د تېر کال په پرتله د افغان کډوالو په شمېر کې ۳۷ سلنه کموالی راغلی دی. د انګلیس حکومت د کډوالو د شمېر کمېدو لامل د انساني قاچاق پر وړاندې د اروپايي هېوادونو ګډې هڅې بولي. په قاچاقي لارو انګلیس ته تللي افغان کډوال په داسې حال کې د قبولۍ له سختو شرایطو سر ټکوي چې دغه هېواد په قانوني لارو د افغان کډوالو د ورتګ ټولې لارې تړلې دي. د انګلیس د کورنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و "په تحصیلي ویزو راغلي محصلین په بریتانیا کې د پناه غوښتنه کوي".
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د انګلیس د کورنیو چارو وزارت: ۱۳ سلنه ناقانونه کډوال افغانان دي
سرچینې
External sources
د انګلیس د کورنیو چارو وزارت: ۱۳ سلنه ناقانونه کډوال افغانان دي