EnglishHealthKabulافغانستان

غزني کې د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو کمښت — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-30 04:02:22🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د غزني په قره‌باغ کې د شهید عبدالسلام ښوونځي له ۲۷ ټولګیو د ۱۹ هغو زده‌کوونکي په ازاده فضا کې درس وایي او خلک ورته ۱۶ درسي خونې جوړوي؛ د پوهنې ریاست وایي، په غزني کې ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري، درې زره نورو ښوونکو ته اړتیا ده او د ستونزو د حل هڅې کوي. په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یاد ښوونځي زده‌کوونکي او د سیمې اوسېدونکي وایي، د درسي خونو او ښوونکو کمښت د زده‌کوونکو پر زده‌کړو اغېز کړی؛ په ازاده فضا کې درس ویل یې د روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې کړې او د ښوونځي ترڅنګ د کابل ـ کندهار لویې لارې ترافیک یې د خوندیتوب لپاره جدي ستونزه بللې ده. د دغه ښوونځي سرښوونکي عبدالقادر جلالزي پژواک ته وویل، یاد ښوونځی په ۱۳۷۲ کال کې جوړ شوی او اوس مهال یوازې اته درسي خونې لري. ده زیاته کړه، د درسي خونو د کمښت له امله زده‌کوونکي په ګرمۍ، باران او دوړو کې په ازاده فضا کې درس وایي چې د هغوی پر زده‌کړو او تمرکز منفي اغېز کوي. د سیمې اوسېدونکي وایي، په ازاده فضا کې زده‌کړې نه یوازې د زده‌کوونکو پر درسونو منفي اغېز کوي، بلکې د ګرمۍ، باران او دوړو له امله یې روغتیا هم اغېزمنېږي. د یادې ولسوالۍ د مشکي سیمې قومي مشر مولوي عبدالرزاق وایي، زده‌کوونکي په اوړي…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-30 04:02:22

Timeline

  1. Pajhwok

    غزني کې د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو کمښت

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 08:29:27

غزني کې د ښوونځیو د ودانیو او ښوونکو کمښت

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button