Kabulافغانستانامنیتدری

تښتول شوې بېړۍ ازاده شوه؛ سومالیا وایي ۱۴ سمندري غله وژل شوي — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-30 05:17:01🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ترکیې او سومالیا ځواکونو د سومالیا په سواحلو کې یوه تښتول شوې بېړۍ ازاده کړې او د سومالیا چارواکي وایي چې په دغو عملیاتو کې ۱۴ سمندري غله وژل شوي دي. د راپور له مخې، دغه بېړۍ د اګسټ په ۱۷مه د سومالیا د پونټلنډ ایالت په نوګال سیمه کې د سمندري غلو له خوا تښتول شوې وه. د سومالیا دفاع وزارت ویلي چې د دغې بېړۍ د ازادولو په عملیاتو کې د سمندري غلو څلور کښتۍ له منځه وړل شوې او ۱۴ سمندري غله وژل شوي دي. د دغه وزارت په وینا، پاتې سمندري غلو بېړۍ پرېښې او تښتېدلي او وروسته د ترکیې او سومالیا ځواکونو د بېړۍ کنټرول ترلاسه کړی دی. دغه عملیات د سومالیا او ترکیې ترمنځ د دفاعي همکاریو د هوکړې په چوکاټ کې ترسره شوي؛ د یادې هوکړې موخه د سمندري امنیت پیاوړتیا، د سومالیا د سواحلو ساتنه او له سمندري غلا سره مبارزه ښودل شوې ده. د سومالیا دفاع وزارت د احتمالي تلفاتو او یا د بېړۍ د عملې د وضعیت په اړه جزییات نه دي ورکړي. عبداللهي ورسامي، د سومالیا د پونټلنډ ایالت د نوګال سیمې د «ګودوب جیران» ولسوالۍ یو قومي مشر، اسوشیټیډ پرېس ته ویلي چې بېړۍ او د هغې عمله ازاد شوي دي. د دغې بېړۍ تښتولو د سومالیا په…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-30 05:17:01

خط زمانی

  1. Pajhwok

    تښتول شوې بېړۍ ازاده شوه؛ سومالیا وایي ۱۴ سمندري غله وژل شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 09:45:21

تښتول شوې بېړۍ ازاده شوه؛ سومالیا وایي ۱۴ سمندري غله وژل شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button