DiplomacyKabulافغانستانپښتو

د افغان پوسټ دولتي شرکت پلاوی تایلنډ ته سفر وکړ — Pajhwok

روان خبرDiplomacyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-30 05:22:07🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د دولتي شرکتونو عمومي ریاست وایي، د افغان پوسټ دولتي شرکت درې کسیز پلاوی د اسیا د پوستي ټولنې (APPU) په څوارلسم کانګرس او د اجرائیوي رییسانو په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه تایلنډ ته تللی. د دولتي شرکتونو عمومي ریاست تېره شپه ناوخته (شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پلاوی د افغان پوسټ دولتي شرکت د اجرائیوي رییس مولوي رحمت‌الله مکي په مشرۍ تایلنډ ته روان شوی دی. د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې دغه کانګرس او غونډه د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ترسره شي او د اسیا د پوستي ټولنې د ۳۲ غړو هېوادونو د پوستي ادارو استازي، د نړیوالې پوستي اتحادیې (UPU)، د ګمرکونو نړیوال سازمان (WCO)، د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان (ICAO) او د یو شمېر نورو اړوندو پوستي ادارو او نړیوالو بنسټونو استازي پکې ګډون وکړي. سرچینې لیکلي چې په دغو غونډو کې به د بېلابېلو موضوعاتو، له هغې ډلې د پوستي خدمتونو د پراختیا او معیاري کولو، د نړیوالو پوستي همکاریو د پیاوړتیا، د پوستي ادارو ترمنځ د تجربو او مسلکي وړتیاوو د تبادلې، د پوستي او ګمرکي چارو د همغږۍ او د پوستي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه خبرې وشي. د دولتي شرکتونو عمومي ریاست زیاته کړې چې د افغان پوسټ پلاوی به په دغو غونډو…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-30 05:22:07

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د افغان پوسټ دولتي شرکت پلاوی تایلنډ ته سفر وکړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-30 09:50:49

د افغان پوسټ دولتي شرکت پلاوی تایلنډ ته سفر وکړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button