Healthافغانستانپښتونیمروز

نیمروز کې لسګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې — Bakhtar

روان خبرHealthنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-30 12:42:06🎙 راډیو واورئ

Summary: د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په راکن او خرواري کلیو کې د نږدې اته میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې دوه پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د نیمروز د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي اسدالله سحر باختر اژانس ته ویلي چې دغه پروژې د ۷ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سولیدریټي نړیوالې موسسې له لوري پلې شوې دي.د نوموړي په وینا، په دغو پروژو کې د ۱۰ او ۱۵ متره مکعبه په وړتیا د دوو زېرمو جوړول، د ۳۱ نل لیکو نښلول، د ۳۲ سولري تختو نصبول او د نږدې ۴.۹ کیلومتره په اوږدوالي د اوبو پایپ لاینونو غځول شامل دي.نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې او په پایله کې یې د سیمې ۲۴۴ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.همدارنګه، د راکن او خرواري کلیو د اوسېدونکو لپاره ۱۹۴ تشنابونه هم جوړ شوي، چې د روغتیا ساتنې او د کورنیو د روغتیا د وضعیت په ښه والي کې به اغېزمن تمام شي.دغه راز، د دلارام ولسوالۍ مرستیال مولوي حبیب‌الله مظهري د دغو پروژو پر ساتنې ټینګار کړی او د سیمې له اوسېدونکو یې غوښتي، چې له یادو تاسیساتو څخه په سمه توګه ګټه واخلي او د ساتنې په برخه کې یې پوره همکاري وکړي.

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-30 12:42:06

مهالوېش

  1. Bakhtar

    نیمروز کې لسګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-30 11:26:52

نیمروز کې لسګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button