پاکستان او سعودي عربستان د کرنې او خوراکي توکو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتولو هوکړه کړې ده. د دواړو هېوادونو د پرېکړې له مخې، په راتلونکو دوو کلونو کې به سعودي عربستان ته د پاکستان د کرنیزو محصولاتو صادرات درې میلیارد ډالرو ته لوړ شي. هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د جبري لادرکه کېدو د قربانیانو نړۍواله ورځ په بلوچستان کې داسې حال کې نمانځل کېږي چې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له سخت رواني فشار او وېرې سره مخ دي.هغه وویل، «وایس فار بلوچ مسېنګ پرسنز» له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جبري ورکېدو د قربانیانو د کورنیو لپاره د عدالت غوښتنې په موخه فعالیت کوي او سږکال یې هم د کوټې د مطبوعاتو دفتر مخې ته د اعتراض له لارې د یادې ورځې د نمانځلو تابیا کړې ده.بلوڅ زیاته کړه، دوی اندېښنه لري چې پر اعتراض کوونکو امنیتي فشار زیات شي او یا یې پرضد قضیې ثبتې شي؛ خو د لادرکه شویو کسانو کورنۍ له دې سره، سره خپلې غوښتنې نه پرېږدي.نوموړي د خپلې کورنۍ د یوه غړي مثال ورکړ او ویې ویل، چې د ده تره له ۲۰۰۱کال راهیسې ورک دی او د هغه د جبري ورکېدو ۲۵ کاله کېږي. نصرالله بلوڅ ادعا وکړه، چې د سلګونه هغه کسانو په اړه چې له کلونو راهیسې ورک دي د محکمې له لوري د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
پاکستان سعودي ته د کرنیزو او خوراکي توکو صادرات ۳ میلیارده ډالرو ته لوړوي
منابع
Afghan sources
پاکستان سعودي ته د کرنیزو او خوراکي توکو صادرات ۳ میلیارده ډالرو ته لوړوي