کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د شمالي قبرس سواحلو ته څېرمه د یوې مسافر وړونکې بېړۍ د چپه کېدو له امله اته کسان مړه شوي، ۱۸ نور نادرکه دي او ۲۴۱ کسان ژغورل شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ د کیرینیا (Kyrenia) ښار سواحلو ته څېرمه رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، دغه بېړۍ «FILOJET» په ځايي وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو د کیرینیا له بندره د ترکیې د تاشوجو بندر پر لور روانه شوه، خو له حرکت لږ وروسته د نامعلوم لامل له امله اوبه ورننوتې او چپه شوه. سرچینې لیکلي چې په دې بېړۍ کې ۲۵۹ مسافر او د عملې اته غړي سپاره وو؛ د ټولو ۲۶۷ سپرلیو له ډلې ۲۴۱ کسان ژغورل شوي دي. یوه ژغورل شوي کس ویلي، بېړۍ له چپه کېدو مخکې سختې ښورېدله او وروسته له دې چې په شدت د اوبو له سطحې سره ولګېده، یوه برخه یې ماته شوه او اوبه ورننوتې. د راپور له مخې، د شمالي قبرس چارواکو ویلي چې د بېړۍ کپتان او د عملې اووه غړي د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي دي. دغه راز، بېړۍ څو ساعته وروسته په بشپړه توګه ډوبه شوې او اوس د سمندر په ۵۱۴ متره ژوروالي کې پرته ده. رویټرز لیکلي چې د ۱۸ نادرکه کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
په شمالي قبرس کې مسافر وړونکې بېړۍ چپه شوې؛ اته کسان مړه او ۱۸ نور نادرکه دي
منابع
Afghan sources
په شمالي قبرس کې مسافر وړونکې بېړۍ چپه شوې؛ اته کسان مړه او ۱۸ نور نادرکه دي