افغانستان کې پر ښځو د طالبانو محدودیتونه، د روغتیايي خدمتونو او د نړۍوالو مرستو کمښت د ماشومانو او مېندو ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی. د سکای نیوز په راپور کې راغلي، د افغانستان په لویو روغتونونو کې هره ورځ ماشومان د لوږې، انتاني ناروغیو او نورو روغتیايي ستونزو له امله مري. متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دواړه لوري کولی شي خپلې اړیکې «د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ» تنظیم کړي. دغه مرکه د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، خپره شوې ده. متقي ویلي چې طالبان اوس مهال له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې «وروستۍ موضوع» بللې، چې د هغه په وینا، اوسمهال بیړنی لومړیتوب نه لري. هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د هغه څه په پام کې نیولو سره بیا وارزوي چې متقي یې د طالبانو واکمني بللې ده. تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لویدیځ هېوادونه د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او د بشري حقونو نور موارد له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو له مهمو خنډونو څخه ګڼي. د سیمې هېوادونو هم، سره له دې چې له طالبانو سره…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو او مېندو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی
منابع
Afghan sources
په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو او مېندو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی