د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال په کابل کې د یوې افغانې مېرمنې زرمینې اعدام چې نږدې ۲۷ کاله وړاندې د زرګونه کسانو پر وړاندې ترسره شو، یو ځل بیا د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې راپارولې دي. متقي د جاپان له کیودو خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دواړه لوري کولی شي خپلې اړیکې «د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ» تنظیم کړي. دغه مرکه د شنبې په ورځ، د وږي په اوومه، خپره شوې ده. متقي ویلي چې طالبان اوس مهال له نورو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته لومړیتوب ورکوي او د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل یې «وروستۍ موضوع» بللې، چې د هغه په وینا، اوسمهال بیړنی لومړیتوب نه لري. هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره د هغه څه په پام کې نیولو سره بیا وارزوي چې متقي یې د طالبانو واکمني بللې ده. تر اوسه روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی. لویدیځ هېوادونه د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو د کار مخنیوی او د بشري حقونو نور موارد له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو له مهمو خنډونو څخه ګڼي. د سیمې هېوادونو هم، سره له دې چې له طالبانو سره یې اړیکې او همکارۍ پراخې کړې دي، تر اوسه د دې ډلې حکومت…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ یوه نههېرېدونکې سزا؛ زرمینه د ۳۰زره کسانو پر وړاندې ووژل شوه
منابع
Afghan sources
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ یوه نههېرېدونکې سزا؛ زرمینه د ۳۰زره کسانو پر وړاندې ووژل شوه