DevelopmentKabulافغانستاندری

په نیپال کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شمېر ۹۰۳ ته ورسېد — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-31 06:38:24🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د نیپال د طبیعي پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملي ادارې راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰۳ ته رسېدلی او لا هم ۴۲۴۷ کسان ــ چې ۵۹۲ یې بهرني وګړي دي ــ نادرکه دي. دغه ناڅاپي سېلابونه د چهارشنبې په ورځ د همالیا په لوړو سیمو کې د یوه یخچال د یوې برخې له نړېدو وروسته پیل شول؛ د واورې او یخ د وېلې کېدو له امله اوبه او ډبرې سیندونو ته ورننوتې او د نیپال او تبت ځینې سیمې یې وځپلې چې پراخ ځاني او مالي زیانونه یې واړول. آی‌ای‌ان‌اس (IANS) خبري اژانس نن راپور ورکړی چې د نیپال د طبیعي پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملي ادارې د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه د ۹۰۳ کسانو جسدونه موندل شوي دي. په راپور کې راغلي چې اوسمهال ۴۲۴۷ کسان نادرکه دي چې ۵۹۲ یې بهرني وګړي دي. دغه راز، د بوتیکوشي او تریشولي سیندونو په اوږدو کې د برېښنا تولید پروژو د ۹۳۳ کارکوونکو په اړه هم تر اوسه معلومات نشته. سرچینه زیاتوي چې د ژغورنې ډلې د هندي او چینایي متخصصینو په همکارۍ هڅه کوي هغه کسان وژغوري چې ګومان کېږي د برېښنا تولید د ځینو پروژو په تونلونو کې بند پاتې دي. په راپور کې دغه راز ویل شوي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-31 06:38:24

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په نیپال کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شمېر ۹۰۳ ته ورسېد

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-31 11:07:15

په نیپال کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شمېر ۹۰۳ ته ورسېد

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button