EconomyKabulافغانستانپښتو

افغان او ایراني چارواکو د نفتو او ګازو په برخه کې د همکاریو… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-31 07:28:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو اړوندو برخو کې همکارۍ لا پراخې او پیاوړې کړي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت پرون یکشنبه په خپل کاري دفتر کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره کتلي دي. سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو، کاني زېرمو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، د ایران سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لا پراختیا او پیاوړتیا، په ځانګړي ډول د نفتو او ګازو، لابراتوار جوړولو او نورو برخو کې د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ. سرچینې لیکلي، قانت په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د ګډ کار په برخه کې د هر ډول لازمې همکارۍ ژمنه کړې ده.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-31 07:28:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    افغان او ایراني چارواکو د نفتو او ګازو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-31 11:58:01

افغان او ایراني چارواکو د نفتو او ګازو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button