د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې ۶ اعشاریه صفر درجې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې ولړزولې، چې تر ټولو دروند زیان یې په کونړ ولایت کې ثبت شوی دی. د زلزلې اصلي اغېز په کونړ کې د نورګل او څوکۍ ولسوالیو او په ننګرهار کې د درهنور ولسوالۍ پر خلکو اوښتی و. د زیانونو ډېره برخه په نورګل ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. د ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو د ګډې ارزونې له مخې، په کونړ، ننګرهار او لغمان کې دې زلزلې ۱،۹۹۲ کسان وژلي او ۳،۶۳۱ نور یې ټپیان کړي دي. همدارنګه یې له ۸،۳۰۰ څخه ډېر کورونه هم ویجاړ یا سخت زیانمن کړي دي. د نړیوالو ادارو د ارزونې له مخې، د تلفاتو ډېره برخه په کونړ کې، په ځانګړې توګه په نورګل او څوکۍ او ولسوالیو کې ثبت شوې وه.خو تر څنګ یې په ننګرهار کې درهنور ولسوالۍ خینو سیمو ته هم د پام وړزیان اړولی وه. د زلزلې له امله یوازې د خلکو کورونه نه، بلکې سړکونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، د اوبو سرچینې، کرنیزې ځمکې او د خلکو د عاید سرچینې هم زیانمنې شوې. د ملګرو ملتونو په مشرۍ ګډه ارزونه د اوښتو زیانونو او اقتصادي تلفاتو کچه ۸۶ اعشاریه ۸ میلیونه ډالره اټکلوي او وایي، د بیا رغونې لپاره ۱۲۸ اعشاریه ۸ میلیونه ډالرو ته…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د کونړ له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته؛ د ډېرو کورنیو لپاره دایمي سرپناه لا هم یوه هيله ده
سرچینې
External sources
د کونړ له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته؛ د ډېرو کورنیو لپاره دایمي سرپناه لا هم یوه هيله ده