ټاکل شوې چې د اروپا پارلمان د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي. د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپا پارلمان د بشري حقونو فرعي کمېټه به د پنجشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي. تېره اوونۍ جرمني ۳۰ افغان وګړي د یوې چارټر الوتنې له لارې د لایپزیګ له هوايي ډګر څخه کابل ته وایستل. دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې اوس مهال د طالبانو درې کسیزه پلاوی په جرمني کې دی او ویل شوي چې د دغه پلاوي د سفر موخه د افغان اتباعو د ایستلو بهیر د چټکتیا لپاره له جرمني حکومت سره همکاري ده. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي چې دغه درې کسیز پلاوی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ټاکل شوی او جرمني ته استول شوی دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
اروپا د افغان کډوالو د ایستلو په لټه کې ده