HealthKabulافغانستاندری

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۲ کورنۍ راستنې شوې دي — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-31 11:11:54🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۲ کورنۍ چې ۱۶۲۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۴۳۲ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۴۰ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۰۷ کورنۍ چې ۱۱۲۶ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۳۶۸ کورنۍ چې ۱۹۱۹ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون، ۷۱۴ زره او ۳۹۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۱۴ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۵۹۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم ۱۸ کورنۍ چې ۱۱۰کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۱۲ کورنۍ چې ۶۹ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۱۲۶ زره…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-31 11:11:54

خط زمانی

  1. Pajhwok

    تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۲ کورنۍ راستنې شوې دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-31 15:40:15

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۲ کورنۍ راستنې شوې دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button