DevelopmentEnglishKabulافغانستان

لغمان کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې… — Bakhtar

DevelopingDevelopmentKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-31 12:52:07🎙 Listen to radio

Summary: د لغمان ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي چې د کابل ـ جلال‌اباد پر عمومي سړک د فلزي کټارو د لګولو چارې د ۱۳ میلیونه ۵۷۶ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست نشراتي مسوول، انجینیر سید عبدالله سادات، باختر اژانس ته ویلي، چې دغه پروژه له استحکام پله څخه تر درونټې پورې پلې کېږي او لګښت یې د ټولګټو چارو وزارت له لوري ورکول کېږي.نوموړي زیاته کړه، چې د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار د فلزي کټارو د لګولو موخه د ترافیکي پېښو مخنیوی، له سړک څخه د موټرو د اوښتو مخنیوی او د یادې لارې د تګ ‌راتګ خوندیتوب دی.د نوموړي په وینا، د یادې پروژې چارې به د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د پلي کېدو پر مهال به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-08-31 12:52:07

Timeline

  1. Bakhtar

    لغمان کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-31 10:56:37

لغمان کې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button