Summary: د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د کېک بوکسینګ فدراسیون په ګډه همکارۍ، د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۳ ولایتونو د ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د «ورزش د ودې او اوړي جام» په نوم د کېک بوکسینګ د «لوکېنګ» او «فول کانټاکټ» سبکونو سیالۍ پای ته ورسېدې. د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغو سیالیو کې د کابل په ګډون د هېواد له شمالي او شمال ختیځو زونونو څخه ورزشکارانو په بېلابېلو عمري او وزني کټګوریو کې ګډون کړی و.د سیالیو په پایله کې، کوربه کندز لومړی، بلخ دویم او تخار درېیم مقام خپل کړ.د یادونې وړ ده، چې د کېک بوکسینګ ملي فدراسیون د روزونکو له لوري د ۱۳ ولایتونو ورزشکارانو ته د «لوکېنګ» او «فول کانټاکټ» سبکونو په اړه یو ورځنی روزنیز سیمینار هم ورکړل شو.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
کندز کې د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسینګ سیالۍ پای ته ورسېدې
سرچینې
Afghan sources
کندز کې د ۱۳ ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسینګ سیالۍ پای ته ورسېدې