نن د اګست ۳۱مه له افغانستان څخه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو له پنځمې کلیزې سره برابره ده؛ هغه پېښه چې د طالبانو له خوا د کابل له سقوط ۱۵ ورځې وروسته رامنځته شوه. په هغه وخت کې، طالبانو د ارګ واک درلود، خو د کابل هوایي ډګر لا هم د امریکايي ځواکونو او د هغوی د متحدینو په کنټرول کې و. په داسې حال کې چې د تاریخ د هوایي تخلیې له سترو عملیاتو څخه یو جریان درلوده، زرګونو افغانانو په وېره، ګډوډۍ او ناامیدۍ کې له هېواده د وتلو لپاره هوایي ډګر ته هجوم وړلو؛ او د امریکا د تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې وروستۍ ورځې په داسې بڼه تېرې شوې چې ټوله نړۍ حیرانه پاتې شوه. ځکه داسې صحنې تاریخ ته سپارل شوي چې ښایی په حقیقي ژوند کې نه، بلکې په سينمايي فلمونو کې لیدل شوې وې. د ۱۴۰۰ کال د اسد ۲۴مه؛ کابل سقوط وکړ. طالبان ارګ ته داخل شول او د افغانستان ملي بیرغ راکوز کړای شو. طالبانو له امریکا او پخواني افغان حکومت سره د نږدې دوو لسیزو جګړې وروسته، د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې هوایي ډګر ته داخل نه شول؛ امریکا او ناټو د هوایي ډګر کنټرول په لاس کې درلود او د ډیپلوماتانو، حکومتي کارمندانو، د بهرنیو ځواکونو د همکارانو او د ګڼ شمېر افغانانو د تخلیې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
له افغانستانه د امریکا د وتلو په وروستیو ۱۵ ورځو کې څه تېر شول؟ | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
له افغانستانه د امریکا د وتلو په وروستیو ۱۵ ورځو کې څه تېر شول؟ | آمو ټلویزیون