سندرېشعرونههنر او ادب

ساقي راشه چېرته خلاصه میکده کړه – ښکلی شعر او ښکلی غږ

شاعر: بهلول ملنګ

سندرغاړی: فلک ناز مروت

د سندرې شعر:

ساقي راشه چېرته خلاصه میکده کړه په دې ښار کې

د مسجد او د مندر ختمه لانجه کړه په دې ښار کې

د تیارو د کلي خان بېخي دښمن چې د رڼا دی

په خپل لاس یې د شعور ډېوه نن مړه کړه په دې ښار کې

دا دعوه او دا وعده کړم، سر او مال به ترې قربان کړم

که چا مینه او وفا لږ رامونده کړه په دې ښار کې

د باروتو او نفرت بدبويي هر خوا ته خپره ده

د الفت ډکه فضا مو آلوده کړه په دې ښار کې

ما علم د انقلاب چې په جار پورته کړو بهلوله

راته خان، ملا، پیر درې واړو یوه کړه په دې ښار کې

اړوندې مقالې

Back to top button