په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت د ۱۱ ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره په ناسته کې د امنیت خوندیتوب لپاره د ګزمو پر ډیرېدو ټینګار کړی دی. نوموړي د ولسوالیو امنیه قوماندانانو ته سپارښته کړې چې له نورو ادارو سره همغږې پراخه کړي. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د شانګهای د همکارۍ سازمان د رسمي «څارونکي غړي» په توګه پاتې شوی، خو واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته، افغانستان د دې سازمان په هېڅ کلنۍ سرمشریزه کې حضور نه لري. د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو د مشرانو اصلي ناسته به سبا، سې شنبه ترسره شي. د سرمشریزې په لومړۍ ورځ، غړي هېوادونه په ځانګړي ډول دوه اړخیزې او څو اړخیزې ناستې ترسره کوي. په دې ناسته کې، د غړو هېوادونو مشران د چین د ولسمشر شي جینپینګ، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هند د لومړي وزیر نرندرا مودي، د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون، د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او بلاروس له مشرانو سره راټول شوي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په د دې غونډې له نورو ګډونوالو څخه دي. ترکیه د شانګهای د همکارۍ سازمان بشپړ غړی نه دی او په دې سازمان کې د خبرو اترو د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
ملا شیرین: د کندهار د امنیت لپاره دې ګزمې او پیرې ډېرې شي
منابع
Afghan sources
ملا شیرین: د کندهار د امنیت لپاره دې ګزمې او پیرې ډېرې شي