Politicsافغانستانپښتو

د افغانستان او ايران پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې وشوې — Bakhtar

روان خبرPolitics1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-01 01:07:15🎙 راډیو واورئ

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، نن د ایران اسلامي جمهوریت په بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا د برخې له مسوول محمد رضا بهرامي سره کتلي دي. باختر اطلاعاتي آژانس ته د بهرنيو چارو وزارت د ویاند دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د افغانستان او ايران د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت په اړه خبرې شوې دي. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوې اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه وکولای شي په ګڼو برخو کې له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر استازي هم په خپلو خبرو کې؛ د ايران او افغانستان دوه اړخیزې اړیکې مثبتې ارزولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په ګڼو کچو د اړیکو او خبرو دوام مهم بللی دی.

لنډ معلومات

موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-09-01 01:07:15

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د افغانستان او ايران پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې وشوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-31 15:00:25

د افغانستان او ايران پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییز وضعیت خبرې وشوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button