Summary: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته د خپرونو چارو د معین مهاجر فراهي په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د یو شمېر کتابونو په اړه پرېکړې شوې او هغو کتابونو ته چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سم لیکل شوي وو؛ د چاپ اجازه ورکړل شوې ده. په ناسته کې یو شمېر نقشې او د قرآن کریم وارد شوې نسخې هم ارزول شوې او له ارزونې وروسته د کمېسیون له لوري د یادو اثارو د داخلېدو جواز صادر شوی دی. په ناسته کې همدا رنګه، د خپرندویانو د حقوقي ستونزو او د هغوی د فعالیتونو د تنظیم د څرنګوالي په اړه بحث شوی او په اړه يې لازمې پرېکړې شوې دي. د ناستې په دوام کې، د ښوونیز نصاب اړوند د یو شمېر وارده کتابونو په اړه بحث شوی او لازم تصميمونه نیول شوي دي. د ناستې په پای کې، اداري موضوعات او د کمېسیون د ولایتي کمېټو اړوند چارې څېړل شوې او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې وشوې. د یادونې وړ ده چې کمېسیون ته راجع شوي ۱۰ ټوکه کتابونه هم د کمېسیون غړيو ته وېشل شوي، څو یې په اړه راتلونکي ناسته کې خپل راپورونه وړاندې کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د کتاب ارزونې کمېسیون نوبتي ناسته ترسره شوه