EnglishHealthافغانستانغزني

د غزني په ګیلان کې د امام غزالي (رح) علمي کمپلکس جوړېدو چارې… — Pajhwok

DevelopingHealthغزني1 SourcesUpdated: 2026-09-01 05:22:18🎙 Listen to radio

غزني‌ښار (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د غزني د ګیلان ولسوالۍ په لرې پرتې حضرت‌شاه بازار سیمه کې د امام غزالي (رح) په نوم د یوه لوی علمي کمپلکس جوړولو چارې – چې درې کاله مخکې پیل شوې وې – ۳۵ سلنه ترسره شوې دي. د پروژې مسوولین وايي، دغه کمپلکس پر ۳۰ جریب ځمکه د شاوخوا دوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او له بشپړېدو سره به یې د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د زده‌کړو، روغتیا او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې شي. د امام غزالي (رح) علمي کمپلکس د بنسټ ډبره درې کاله مخکې د ګیلان ولسوالۍ د حضرت‌شاه بازار سیمه کې د یوه ځايي اوسېدونکي، دیني عالم او جهادي شخصیت مولوي عبدالهادي حمدان او یو شمېر نورو خیرو کسانو له لوري اېښودل شوې وه. د یادې پروژې یو مسوول انجنیر، نصیراحمد چکري وايي چې د دغه کمپلکس ټولیز لګښت شاوخوا دوه میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی او پر ۳۰ جریب ځمکه جوړېږي. هغه پژواک ته وویل چې تر اوسه د کمپلکس څلورپوړیزې اداري ودانۍ او نړۍوال کتابتون جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې د دوه پوړیز جامع جومات، دوه پوړیز دارالایتام، درې پوړیز روغتون او یوه پارک جوړولو چارې هم شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي. چکري دغه‌راز وویل چې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو او مدرسو، دارالحفاظ، دارالحدیث، لیلیو او مسلکي او…

Quick facts

Locationغزني
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-01 05:22:18

Timeline

  1. Pajhwok

    د غزني په ګیلان کې د امام غزالي (رح) علمي کمپلکس جوړېدو چارې ۳۵ سلنه مخته تللې دي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-01 09:51:44

د غزني په ګیلان کې د امام غزالي (رح) علمي کمپلکس جوړېدو چارې ۳۵ سلنه مخته تللې دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button