EconomyEnglishKabulافغانستان

د چین او روسیې ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی — Pajhwok

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-01 05:43:54🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د چین ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په قرغیزستان کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې څنډه کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی. د رویټرز د راپور له مخې، شي جین‌پینګ پوتین ته ویلي چې د دواړو هېوادونو په ګډو هڅو به د بیجینګ او مسکو اړیکې لا پیاوړې او راتلونکی به یې لا روښانه شي. هغه زیاته کړې چې چین چمتو دی له روسیې او نورو هېوادونو سره د نړۍوالې حکومتولۍ د اصلاح او د یوه عادلانه او منظم څو قطبي نړۍ رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي. ورته مهال، د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین ویلي چې که بیجینګ مناسب وبولي، روسیه چمتو ده له چین سره د دواړو هېوادونو ترمنځ له ویزې پرته سفر دایمي کولو لپاره همکاري وکړي. هغه ویلي چې د روسیې او چین همکاري په ټولو برخو، په ځانګړي ډول اقتصادي برخه کې د پراختیا په حال کې ده. پوتین زیاته کړې چې دواړه هېوادونه د انرژۍ، صنعت، فضايي چارو، ترانسپورټ او لوژستیک برخو کې سترې ګډې پروژې پلي کوي. د هغه په خبره، د روسیې او چین ترمنځ د کرنیزو محصولاتو سوداګري ۳۴ سلنه زیاته شوې ده. په راپور کې راغلي چې دواړو ولسمشرانو په دې لیدنه کې د علاقې…

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-09-01 05:43:54

Timeline

  1. Pajhwok

    د چین او روسیې ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-01 10:13:02

د چین او روسیې ولسمشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button