کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست وایي، د هېواد د اوزلوبې ۱۲ کسیزه ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د شپږمې دورې نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره قرغیزستان ته ولاړه. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست پژواک ته ویلي چې د اوزلوبې ملي لوبډله نن (سهشنبه) قرغیزستان ته روانه شوه. د معلوماتو له مخې، په دې لوبډله کې ۱۰ چاپاندازان او یو روزونکی شامل دي او د اوزلوبې فدراسیون رییس حاجي سرور جلال یې مشري کوي. د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال عشایري سیالۍ د قرغیزستان په کوربهتوب د دغه هېواد په پلازمېنه بیشکیک کې د ۱۰۶ هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي. دغه سیالۍ د اګسټ په ۳۱مه پیل شوې او ټاکل شوې چې د سپټمبر تر ۷مې دوام وکړي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعSports
سرچینې1
تازه شوی2026-09-01 05:52:12
مهالوېش
-
Pajhwok
د افغانستان د اوزلوبې ملي لوبډله قرغیزستان ته ولاړه