کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د هند لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې د پراختیايي او بشري مرستو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ کړی او خپل دغه ملاتړ ته به دوام ورکړي. د «انډین اکسپرېس» د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دغه څرګندونې نن (سېشنبه) د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې غونډه کې کړې دي. هغه ویلي: «هند د پراختیايي او بشري مرستو له لارې د افغانستان ملاتړ کړی او دغه کار ته به دوام ورکړي.» هغه زیاته کړې چې د یوه سولهییز او خوندي اوراسیا رامنځته کولو ګډه موخه د افغانستان له ثبات سره نږدې تړاو لري. د یادونې ده، د راپورونو له مخې، د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې سږنۍ غونډه د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۳۱مه او د سپټمبر په لومړۍ نېټه د قرغیزستان په پلازمېنه بشکیک کې جوړېږي. دا د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزو ۲۶مه غونډه او د دغه سازمان د جوړېدو له ۲۵مې کالیزې سره هممهاله ده.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
مودي: له افغانستان سره به د هند بشري او پراختیايي مرستې دوام ولري
سرچینې
Afghan sources
مودي: له افغانستان سره به د هند بشري او پراختیايي مرستې دوام ولري