تیره اونۍ آلمان ته د طالبانو ادارې د څو نورو استازو له راتګ وروسته، د پناه غوښتونکو د ملاتړ سازمان «پرو ازول» د آلمان پر حکومت جدي تورونه لګولي دي. د «پرو ارزول» اجرائیوي رئیسې هیلن روزین، د سې شنبې په ورځ د آلمان رسنیزي ډلي آر ان ډي ته وویل: «د طالبانو د استازو له پاره د هري نوي ویزې په صادرولو سره، د آلمان حکومت د طالبانو ادارې ته چي په نړیواله کچه په رسمیت نه ده پېژندل سوې، لا زیات سیاسي مشروعیت ورکوي.» هغې زیاته کړې ده: «د آلمان حکومت طالبانو ته آلمان ته او په پایله کي اروپا ته د ننوتلو لار پرانیزي.» د هغې په وینا، دغه کار د یوه داسي تاوتریخوالي ډک اسلامي رژیم سره د دوامداره همکارۍ وضعیت رامنځته کوي، چي د افغانستان خلک تر ډار او ویري لاندي ساتي او ښځي او نجوني په منظمه توګه له خپلو حقونو بې برخي کوي. د رسنیو د راپورونو له مخي، آلمان ته د طالب استازو سفر له دغه هيواده افغانستان ته د افغانانو د لا زیات اخراج له پاره له چمتووالي سره تړاو لري. د بشري حقونو په چارو کي د آلمان د حکومت کمیشنر لارس کاستلوچي، هم له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه د آلمان تحريري رسنيزي ډلي ته وویل: «د طالبانو په څېر یوه…
Quick facts
Timeline
-
Dw
پرو ازول: آلمان «طالبانو ته دروازه پرانیزي«