په دې وروستیو کې د زابل ولایت په مرکز قلات ښار کې د ښځینه کالیو، ټکریو او ماشیني یخنونو د تولید یوه فابریکه فعاله شوې ده. دا کارخونه په ورځ کې د سلګونو متره ټوکر د پروسس او ډیزاین وړتیا لري او لسګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. په ورته وخت کې د دغې کارخونې مسوولان وایي چې د برېښنا له کمښت او د صنعتي پارک له نشتوالي سره مخ دي. پر دغې کارخونې ۲۰۰ زره امریکایي ډالره پانګونه شوې او په یوه ورځ کې د زر متره ټوکر د تولید ظرفیت لري. د دې کارخونې مسوولانو امو ته ویلي چې مخکې به د ښځینه کالو ډیزاین شوي ټوکران له پاکستان او هنده واردېدل؛ خو اوس دا ډول ټوکران په داخل کې تولیدوي. د کارخونې مسوول سمیعالله امو ته ویلي: «موږ د برېښنا له کمښت سره مخ یو. اوس دلته ۳۰ کسان کار کوي، که برېښنا وي، اویا کسان هم کار کولای شي. موږ ته ځمکه هم نه ده راکړل شوې او د صنعتي پارک کارونه نه دي بشپړ شوي. د دغې ځمکې لپاره په کال کې له دوه سوه تر دوه سوه او پنځوس زره افغانۍ کرایه ورکوو.» په دغې کارخونه کې همدا مهال ۳۰ تنه په کار بوخت دي. د دې ځای کارګر له نورو پانګه والو غواړي چې په خپل هېواد کې پانګونه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
په زابل کې د ښځینه ټوکرانو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
په زابل کې د ښځینه ټوکرانو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوه | آمو ټلویزیون