د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، هغه طالب پلاوی چې دغه هېواد ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې، «یوازې په تخنیکي چارو» کې به د افغانستان په ډیپلوماټیکو نمایندګیو کې کار کوي او له جرمن چارواکو سره یې د لیدنې هیڅ پروګرام نه دی جوړ شوی. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د دغه هیئت په دندو کې د پاسپورټونو د سټېکرونو د چاپولو تجهیزاتو ترمیم او د قونسلي خدماتو وړاندې کولو لپاره د ورته تخنیکي مسایلو حل کول شامل دي. دغه ویاند وویل: «د فدرالي دولت روښانه هدف افغانستان ته د ایستل کېدونکو کسانو د شمېر زیاتول دي. د دې کار لپاره باید تخنیکي اسانتیاوې چمتو وي.» د هغه په وینا، د افغانستان د ډیپلوماټیکو نمایندګیو فعالیت او په جرمني کې مقیم شاوخوا ۴۵۰ زره افغانانو ته د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو وړتیا د جرمني په ګټه هم ده. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې د طالبانو استازو محدودې او لنډمهاله ویزې ترلاسه کړې دي او دغه هېواد ته له ننوتلو وړاندې تر دقیقو امنیتي ارزونو لاندې نیول شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې د دغه هیئت او د جرمني د دولت د استازو ترمنځ هیڅ ډول لیدنه نه ده پلان شوې. جرمني د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني،…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
جرمني: د طالپ پلاوي نقش یوازې تخنیکي چارو پورې محدود دی | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
جرمني: د طالپ پلاوي نقش یوازې تخنیکي چارو پورې محدود دی | آمو ټلویزیون