Englishافغانستانامنیتبدخشان

د بدخشان نوي والي خپله دنده پیل کړه — Bakhtar

DevelopingSecurityبدخشان1 SourcesUpdated: 2026-09-02 01:12:05🎙 Listen to radio

Summary: مولوي رحمت‌الله نجیب د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې د بدخشان د نوي والي په توګه ټاکل شوی او نن د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې معرفي او خپله دنده یې پیل کړه. په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب د مولوي رحمت‌الله نجیب د مقررۍ حکم ولوست او نوموړی یې د بدخشان د نوي والي په توګه معرفي کړ.په همدې حال کې، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني بدخشان کې د امنیت ټینګښت، د خلکو لپاره د خوندي کاري او اقتصادي چاپېریال برابرولو، د خلکو د حقونو رعایت او د ورورولۍ او ملي یووالي پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.د بدخشان نوي والي مولوي رحمت‌الله نجیب خپله نوې دنده دروند مسوولیت بللی او له ملکي او نظامي مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو یې د خلکو د خدمت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.نوموړي ویلي، چې د بدخشان جغرافیایي، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې ورته څرګندې دي او هڅه به وکړي چې د خلکو هوساینې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.مولوي رحمت‌الله نجیب ډاډ ورکړی, چې د بدخشان خلکو ته د صادقانه خدمت جدي اراده لري او د دغه ولایت د هوساینې او پرمختګ لپاره به له ټولو مسوولینو او خلکو سره ګډې هڅې وکړي.

Quick facts

Locationبدخشان
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-02 01:12:05

Timeline

  1. Bakhtar

    د بدخشان نوي والي خپله دنده پیل کړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-01 17:11:00

د بدخشان نوي والي خپله دنده پیل کړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button