د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره، په دغه هېواد کې د ټولو قومي ـ سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټولګډونه حکومت جوړول اړین دي. په دې اعلامیه کې، د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو پر یوه خپلواک، بېطرفه او له ترهګرۍ څخه پاک افغانستان ټینګار کړی دی. له بلې خوا، د هند لومړی وزیر وايي، چې سولهییزه او خوندي اوراسیا په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړاو لري. طالبان دې ناستې ته نه دي وربلل شوي.
اطلاعات کوتاه
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-09-02 01:12:06
خط زمانی
-
Amu TV
د ۱۴۰۵ د وږی ۱۰ – د ۸ بجو خبرونه | آمو ټلویزیون