پښتو خبري سرچينې

پژواک خبري آژانس

د پژواک خبري آژانس وروستي خپاره کړي خبرونه او مطالب له دغه ځایه لوستلی شئ

Loading RSS Feed

د پژواک خبري آژانس په اړه

پژواک باوري او خپلواک خبري اژانس دى. مرکزي دفتر يې په کابل ښار کې دى او دهېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خبريالانو د شبکې په درلودو سره خبرونه، فيچرونه، تحليلونه او مرکې  په پښتو، دري او انګليسي ژبو خپروي. همدارنګه پژواک نړيوالو خبري اژانسونو ، ټلويزيونونو او راډيو ګانو ته غږيز او ويډيويي کلېپونه چمتو کوي.

پژواک خپل فعاليت  په ١٣٨٢لمريز کال کې د اساسي قانون د لويې جرګې په خبري پوښښ پيل کړ او په دې توګه کورنيو او بهرنيو رسنيو ته په يوې باوري خبري سرچينې بدل شو.

دپژواک کلمه په پښتو او دري ژبو کې د (( انعکاس )) په مانا ده. دپژواک ژورنالېستانو داژانس دنوم اېښودنې په اړه دزياتو غونډو په ترڅ کې هڅه وکړه، ترڅو داسې يو نوم وټاکي ، چې ملي يوالى ټينګ او داژانس دفعاليت موخه په ډاګه کړي ، له همدې امله د((پژواک )) کلمه ددې اژانس دنوم په توګه وټاکل شوه .

پژواک د ولسواکۍ وده، د بشري حقونو رعايت او د قانون پلي کولو ته هڅول او د خلکو خبرول خپل مهم اهداف بولي.

متن، تصویر، غږ او وېډیو يې د خبر، فیچر، تحلیل او مرکې د وړاندې کولو مهمې لارې دي.

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button