کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): د چین ولسمشر شي جینپینګ په یوه رسمي سفر مصر ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د دغه هېواد له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره د دوهاړخیزو اړیکو د پراختیا او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه خبرې وکړي. د رویټرز د راپور له مخې، شي جینپینګ پرون (سېشنبه) د مصر پلازمېنې قاهرې ته سفر کړی دی. په راپور کې راغلي چې مصر ته د شي جینپینګ دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی سفر دی او د دواړو هېوادونو چارواکو دغه سفر د چین او مصر د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بللی دی. د راپور له مخې، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د قاهرې نړۍوال هوايي ډګر کې د شي جینپینګ تود هرکلی وکړ. ټاکل شوې چې د چین ولسمشر د دغه سفر پر مهال له خپل مصري سیال سره د دوهاړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو لپاره د علاقې وړ سیمهییزو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. د راپور له مخې، د اقتصادي او پوځي همکاریو پراختیا، په مصر کې د چینايي پانګونو زیاتول او د صنعتي تولیداتو، بندرونو، انرژۍ او ټکنالوجۍ په څېر برخو کې د همکاریو پراخول د دواړو هېوادونو د اړیکو له مهمو محورونو څخه دي. د یادونې ده، د راپورونو له مخې، چین په وروستیو کلونو کې په مصر کې خپلې پانګونې زیاتې کړې او دواړو…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د چین ولسمشر مصر ته په سفر تللی