افغانستانامنیتپښتوننګرهار

ننګرهار کې د وسله‌والو غلو ۹ کسیزه ډله ونیول شوه

روان خبرSecurityننګرهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-02 08:32:00🎙 راډیو واورئ

د ننګرهار امنیتي ځواکونو په جلال‌اباد ښار کې د وسله‌والو غلو یوه نهه کسیزه ډله نیولې، چې د وسلې په زور یې له خلکو قیمتي توکي لوټل. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، یاد کسان د جلال‌اباد ښار اړوند په لومړۍ ناحیه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي دي. د نوموړي په وینا، له نیول شویو کسانو څخه غلا شوي سره زر، نغدې پیسې، موبایلونه او نور قیمتي توکي، همداراز دوه موټر او یوه ریکشا ترلاسه شوي، چې له دغو وسایطو څخه به په غلاوو کې کار اخیستل کېده. حماد زیاتوي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایننګرهار
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-02 08:32:00

مهالوېش

  1. Parstoday

    ننګرهار کې د وسله‌والو غلو ۹ کسیزه ډله ونیول شوه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-02 08:23:01

ننګرهار کې د وسله‌والو غلو ۹ کسیزه ډله ونیول شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button