کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ویلي چې افغانان په خپل منځ کې هیڅ ډول اختلافات نه لري، کوم اختلافات چې په تېرو وختونو کې موجود وو، ټول د بهرنیو استخباراتي کړیو له لوري رامنځته شوي وو. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د شمال او شمالختیځو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په لیدنه کې ویلي چې افغان ولس پخوا هم د دغه نظام د حاکمیت لپاره قربانۍ ورکړې او بيا هم تيار دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، هغه ویلي: «افغانان په خپلو منځونو کې هېڅ ډول اختلافات نه لري، کوم اختلافونه چې په تېرو وختونو کې موجود وو، ټول د بهرنیو استخباراتي کړیو او اشغالګرو له لوري رامنځته شوي وو.» د ده په خبره، د افغانستان ټول قومونه یو ملت دي. هغه دغهراز ویلي چې له مخالفینو هیڅ ډول تشویش نه لري؛ ځکه په افغانستان کې د مخالفت لپاره زمینه او ځای نشته او هغه کسان چې د مخالفت اوازې خپروي، د پردیو پروژو لپاره کار کوي. هغه دغهراز د دیني عالمانو او قومي مشرانو رول د ولسونو ترمنځ د یووالي، همغږي او ورورولي په پیاوړتیا کې مهم بللی دی. یاد وزارت لیکلي چې قومي مشرانو د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت پر کلک ملاتړ ټینګار وکړ.
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
نوري: افغانان په خپل منځ کې هیڅ ډول اختلافات نه لري
Sources
Afghan sources
نوري: افغانان په خپل منځ کې هیڅ ډول اختلافات نه لري