Summary: د افغانستان اسلامي امارت د ریاستالوزراء عالي مقام د حکم له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند د قرآنکریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو ریاست مخکېنی رئیس مولوي عبدالعلیم ځانواک مفتيزاده د امارتي ورځپاڼو د رئیس په توګه، د ورځپاڼو امارتي ریاست مخکېنی رئیس انجنير عزیر بریالی د پلان او پالیسۍ د رئیس په توګه او د امارتي شرکتونو د ساتنې او مراقبت ریاست مخکېنی آمر نعمتالله سعیدي د قرآنکریم لیکلو او بیهقي کتاب خپرولو د رئیس په توګه معرفي شول او خپلې دندې یې پیل کړې. په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معین مولوي قدرتالله جمال، د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي، د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو او د یادو ریاستونو کارکوونکو ګډون کړی و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسئولینو په خپلو خبرو کې، د دندو ترسره کولو پر مهال؛ پر اخلاص، ژمنتیا او د مسئولیت پر درک کولو ټینګار وکړ او له نویو رئیسانو څخه یې وغوښتل چې د چارو ښه والي، غوره خدمتونو وړاندې کولو او د وزارت د موخو ترلاسه کولو په برخه کې جدي هڅې وکړي. هغوی دغه راز د وزارت د بېلابېلو برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې. نویو رئیسانو هم، له افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ؛ ژمنه وکړه چې د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې به له خپلو ټولو شته وړتیاوو څخه ګټه واخلي او د خپلو اړوندو برخو د چارو د لا ښه پرمخ وړلو لپاره به پوره هڅې وکړي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت درې نوي رئیسان معرفي شول