EnglishSportsافغانستانلوګر

لوګر کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې — Bakhtar

DevelopingSportsلوګر1 SourcesUpdated: 2026-09-02 13:17:14🎙 Listen to radio

Summary: د لوګر ولایت په برکي‌ برک ولسوالۍ کې د ځوانانو یووالي جام په نوم د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې. د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجنیر مزمل نعیم‌زي باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سیالۍ د غېږنیونې فدراسیون له لوري د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ، د بېلابېلو عمرونو او وزني کټګوریو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې.نوموړي زیاته کړې، چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو د ورزشي روحیې پیاوړتیا، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او همغږۍ رامنځته کول او د غوره استعدادونو پېژندل وو.د سیالیو په پای کې غوره ورزشکاران وپېژندل شول او هغوی ته د اتلولۍ مډالونه او نورې جایزې ورکړل شوې.د یادونې وړ ده، چې د ورته ورزشي سیالیو ترسره کول د ځوانانو د استعدادونو په روزنه، د ورزش په پراختیا او د سالمې بوختیا په برابرولو کې مهم رول لري.

Quick facts

Locationلوګر
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-02 13:17:14

Timeline

  1. Bakhtar

    لوګر کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-02 11:12:29

لوګر کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button