Economyافغانستانپښتوکندهار

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مدارسو د علماء کرامو او مهتممینو په… — Bakhtar

روان خبرEconomyکندهار1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-02 13:17:17🎙 راډیو واورئ

Summary: د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت خبر ورکړی، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د کندهار ولایت په مقام کې د کندهار ولایت د بېلابیلو ولسوالیو د مدارسو د علماء کرامو او مهتممینو لپاره یو ورځني سیمینار کې چې د کندهار والي، د جهادي مدارسو عمومي رئیس، د ستري محکمې د جنوب غرب زون قضائي مرستیال، او یوشمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، د ولسوالیو د پوهني مدیرانو او مجاهدینو شرکت کړی وو ګډون او وینا وکړه. سیمینار د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مهمې توصیې، لازمي سپارښتنې او وینا وکړه.او ویې ویل:«اسلام دین او د انسانانو ژوند ټول د علم په رڼا کې مخته ځي، د علم زده‌کړه د انسان لپاره حیاتي او د ژوند مسئله ده، چې د علم پرته انسان په دنیا کې ژوند نشي کولای، د پرمختګ او ښه ژوند وسیله همدا علم دی، ټول انبیاء علیهم السلام چې د الله‌ جل‌جلاله له لوري رالېږل شوي دي، کوم علم چې ورکول شوی، هغه یې تر انسانانو رسولی دی، ټول انبیاء کرام علیهم السلام د همدې مقصد لپاره د الله جل جلاله له طرفه رالېږل شوي دي چې په انسانانو الله ‌جل‌جلاله وپېژني او د هغه عبادت ته یې متوجه کړي.»عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل: کله چې په مکه معظمه کې اسلام نه وو، نو وحشت او ظلم خپور وو، چې بیا الله‌ جل‌جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم راولېږی، هغه صلی الله علیه وسلم د اسلام، عقیدې او خلکو ته د الله‌ پاک د پېژندلو په لار کې ډېري قربانۍ ورکړې، د حضرت‌ محمد صلی الله علیه وسلم له لوري چې د الله جل‌جلاله د وحدانیت پېژندل تر خلکو ورسول شو، وروسته بیا د جهاد سلسله شروع شوه، د جهاد په سلسله کې الله ‌جل‌جلاله مسلمانان کامیاب کړل، مکه معظمه فتحه شوه، وحشت او ناپوهي له منځه ولاړه، شراب څښل، زنا او فحشا ختم شول، جاهلیت تر پښو لاندې او انسانیت راژوندی شو، دا د رسول ‌الله صلی الله علیه وسلم د تعلیم برکت وو، په خلکو یې الله‌ جل‌جلاله وپېژندی، قرآن کریم یې په خلکو کې عملي کړ، خلک یې په دې پوه کړل، چې د عبادت وړ یوازي او یوازي یو الله‌ جل‌جلاله دی، چې زه د هغه رسول یعني پیغام رارسوونکی یم.جناب شیخ صاحب وویل: «دا د علماوو مسئولیت دی، الله ‌جلاله علماء دې کار ته مقرر کړي دي، چې خلک به په اصولو پوهوي، اخلاق به ورجوړوي، د مځکې څخه به فساد ختموي، د ټولني اصلاح د علماوو دنده ده، د انبیاوو او صحابه‌وو پر ځای نن ورځ علماء کرام مقرر دي، علماء کرام به د اسلام او دین لپاره مبارزه کوي، علم به پټ نه ساتي، منکرات به له‌منځه وړي،کوم وخت چې خلک په نارواوو اخته وي او عالم علم پټ کړي، دا لویه ګناه ده، تر هغو الله ‌جل‌جلاله معافي نه ورته کوي، چې بیان یې نه کړي؛ نو د علم بیانول د علماوو مسئولیت دی او په شریعت کې تاسو ټول علماء کرام مکلف یاست، چې د دې شرعي نظام ساتنه وکړئ.»جناب شیخ صاحب د خپلي وینا په پای کې وویل: «علم ته وده ورکړئ، په تاسو علماوو هم نظام جوړیږي او هم خرابیږي، تاسو د اینده نسل جوړولو کوښښ وکړئ، همدا ستاسو شاګردان د سبا ورځي مسئولین او د نظام پر مخ وړونکي دي، ذهن او عقیده یې ښه ور وروزئ، که ښه وروزل شي، نو جامعه به پر ښه لورې روانه وي، د شاګردانو علاقه د درس، کتاب او مطالعې سره زیاته کړئ، شاګردانو ته ښه تربیه ورکړئ او اخلاق یې ورجوړ کړئ، د شاګردانو د روزنې کیفیت ته کار وکړئ او د دوی توجه علم ته ډېره کړئ، شاګردانو ته فرمانونه ښه تشریح او بیان کړئ او فقهي مجلسونو ته وده ورکړئ.په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام په حاکمیت کې به پوره کوښښ کوي.»مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېدی. والسلام

لنډ معلومات

ځایکندهار
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-02 13:17:17

مهالوېش

  1. Bakhtar

    عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مدارسو د علماء کرامو او مهتممینو په سیمینار کې وینا وکړه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-02 11:00:40

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د مدارسو د علماء کرامو او مهتممینو په سیمینار کې وینا وکړه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button