Englishافغانستانامنیت

بامیانو کې ۶۳ کورنۍ شخړې حل‌ وفصل شوې — Bakhtar

DevelopingSecurity1 SourcesUpdated: 2026-09-02 13:17:19🎙 Listen to radio

Summary: په بامیان کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لوري په تېرو شپږو میاشتو کې د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ ۶۳ خپلمنځي او د کوچیانو او مېشتو خلکو ترمنځ رامنځته شوې شخړې حل کړې دي. د یاد امریت د جرګې او همغږۍ مدیر احسان احمد عثماني باختر اژانس ته ویلي، چې دغه شخړې د قومي مشرانو، علماوو په همکارۍ په سوله ییز ډول حل‌وفصل شوې دي.نوموړي زیاته کړې، چې یاد امریت هڅه کوي رامنځته شوې قضیې د شرعي اصولو، د ټولنې د ښو منل شوو دودونو او د دواړو لورو د رضایت په پام کې نیولو سره په سوله‌ییز ډول حل کړي، څو د دښمنیو له تکرار، د کینې او خپګان له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.د هغه په وینا، د دغو ۶۳ شخړو حل ‌وفصل د اختلافونو په کمولو، د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او یووالي د روحیې په پیاوړتیا او په ټولنه کې د سوله‌ییز ژوند لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو کې مثبت رول لوبولی دی.

Quick facts

TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-02 13:17:19

Timeline

  1. Bakhtar

    بامیانو کې ۶۳ کورنۍ شخړې حل‌ وفصل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-02 10:58:33

بامیانو کې ۶۳ کورنۍ شخړې حل‌ وفصل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button