Diplomacyافغانستانبادغیسپښتو

ځانګړی راپور: په تور بازار کې د ایران ویزه تر ۱۵۰ زره افغانیو… — Amu TV

روان خبرDiplomacyبادغیس1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-02 13:17:21🎙 راډیو واورئ

د هېواد په لوېدیځ کې درېیو تنو اوسېدونکو له آمو سره په خبرو کې ویلي چې د قانوني لارې د ایران ویزه نه شي ترلاسه کولای او په تور بازار کې د دغه هېواد ویزه له ۱۰۰ زرو تر ۱۵۰ زره افغانیو پوري پلورل کېږي. دغه کسان وایي چې په افغانستان کې د کار د نشتوالي له امله مجبور دي مهاجرت وکړي؛ خو د دغې درانه لګښت د ورکړې توان نه لري. د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ د تېرو میاشتو له نښتو وروسته، د افغان وګړو لپاره د ایران ویزې د ترلاسه کولو بهیر تر بل هر وخت ډېر ستونزمن شوی دی. راز محمد آمو ته وایي چې پوروړی دی او د خپلې ۸ کسيزې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو توان نه لري؛ له همدې امله غواړي د کار موندلو لپاره ایران ته لاړ شي. خو د هغه په وینا، په قانوني توګه د ایران ویزه اخیستل ناممکن شوي او په توره بازار کې یې قیمت خورا لوړ دی. هغه زیاتوي: «د ایران ویزې قیمت له سلو زرو تر یو سل او پنځوس زرو افغانیو دی او موږ یې د اخیستلو توان نه لرو. زموږ هر یو له ۲۰۰ تر ۲۵۰ زرو افغانیو پور وړي یو. دلت ټول مهاجر او ناداره یو، داسې کسان شته چې حتا د شپې ډوډۍ نه لري.» د بادغیس یو بل اوسېدونکي د…

لنډ معلومات

ځایبادغیس
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-02 13:17:21

مهالوېش

  1. Amu TV

    ځانګړی راپور: په تور بازار کې د ایران ویزه تر ۱۵۰ زره افغانیو پلورل کېږي | آمو ټلویزیون

سرچینې

Afghan sources

Amu TVPS
2026-09-02 09:00:50

ځانګړی راپور: په تور بازار کې د ایران ویزه تر ۱۵۰ زره افغانیو پلورل کېږي | آمو ټلویزیون

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button