سندرېشعرونههنر او ادب

ګوره چې خندا کوې په سترګو کې – د شکېب سوزان په غږ کې

ګوره چې خندا کوې په سترګو کې
کار د مسيحا کوې په سترګو کې
 
يو ته قهر بل ته مهر شابسې
دا کوې هم دا کوې په سترګو کې
 
ای نظره نن يې تصور شو جوړ
څه شوې؟ تماشا کوې په سترګو کې؟
 
اوښکو دې کافور کړه د هجران نشه
قدح د صهبا کوې په سترګو کې
 
مخ دې که وعدې د سبا تل کوي
ياره ته بېګا کوې په سترګو کې
 
ستا له ژبې خوند کوي آشنا دروغ
څو، که ته رښتيا کوې په سترګو کې
 
ښکاري چې ته ساتې د ژبې اعتبار
تل چې ته وينا کوې په سترګو کې
 
شوې په آشنايۍ کې نا آشنا ځکه
ځای د هر آشنا کوې په سترګو کې
 
زه حمزه دوعا درته په خوله کوم
ته راته ښکنځا کوې په سترګو کې

 

اړوندې مقالې

Back to top button