EnglishSportsافغانستانخوست

هندوکش سټرایکرز پامیر لیجینډز ته د ۷۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه — Bakhtar

DevelopingSportsخوست1 SourcesUpdated: 2026-09-03 01:22:02🎙 Listen to radio

Summary: هندوکش سټرایکرز لوبډلې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سوپرکولا سیالیو په دویمه لوبه کې پامیر لیجینډز لوبډلې ته د ۷۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه. هندوکش سټرایکرز په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۵۱ منډې جوړې کړې، چې عبدالمالک ۱۲۳ او محبوب تسکین ۹۷ منډې وکړې, په ځواب کې پامیر لیجینډز ۲۱۲ منډې جوړې کړې. هندوکش سټرایکرز په دویمه پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په زیان ۲۶۹ منډې وکړې او پامیر لیجینډز ته یې د ۴۰۹ منډو هدف وټاکه, د پامیر لیجینډز له لوري رحمت شاه زرمتي ۱۳۶ او بهیر شاه محبوب ۱۰۰ منډې وکړې او په دې سره یېلوبډلې ۳۳۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله. د هندوکش سټرایکرز ضیاءالرحمن شریفي په دواړو پاڼیو کې ۹ ویکټې واخیستې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د دوه ورځنۍ دمې وروسته د راتلونکې جمعې په ورځ د خوست په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې بیا سره مخ شي.

Quick facts

Locationخوست
TopicSports
Sources1
Updated2026-09-03 01:22:02

Timeline

  1. Bakhtar

    هندوکش سټرایکرز پامیر لیجینډز ته د ۷۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-02 16:04:35

هندوکش سټرایکرز پامیر لیجینډز ته د ۷۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button