کابل (پژواک، ۱۲ وږی ۱۴۰۵): د مصر د روغتیا وزارت ویلي چې د دغه هېواد د سینا ټاپووزمې په سوېل کې د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه د چهارشنبې په ورځ د مصر د سینا په سوېل کې د دهب–نویبع پر سړک رامنځته شوې ده. د مصر د روغتیا وزارت ویلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه ساحلي سیمه چې دغه پېښه پکې شوې، د سره سمندرګي څنډه کې پرته ده او د سیلانیانو له مهمو سیمو ګڼل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د مصر په اسماعیلیه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۵ کسان مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي وو.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-09-03 05:42:03
مهالوېش
-
Pajhwok
مصر کې د ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي