AfghanistanSecurity

د شکنجې په نړیوال شاخص کې افغانستان د «خورا لوړ خطر» کچه کې… — Amu TV

د شکنجه کولو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان په خپل نوي راپور کې چې د «شکنجه کولو نړیوال شاخص ۲۰۲۶» تر سرلیک لاندې خپور شوی، ویلي دي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د شکنجې، خپلسرو نیونو او د بشري حقونو د نقض له امله د «خورا لوړ خطر» په کټګورۍ کې ځای نیولی دی. دا راپور د پنجشنبې په ورځ خپور شو، په نړۍ کې د ۳۹ هېوادونو د شکنجې او بد چلند وضعیت یې ارزولی او افغانستان یې له دې اړخه یو له تر ټولو پرخطره هېوادونو معرفي کړی دی. د دغه راپور د موندنو له مخې، په افغانستان کې خپلسرې نیونې دوام لري او په ځینو مواردو کې وګړي د قضايي حکم او عادلانه محاکمې له پړاوونو پرته نیول کېږي. په راپور کې راغلي چې ځینې کسان د داسې دلایلو له امله نیول شوي لکه د جامو بڼه، د نارینه وو لپاره د ږیرې نشتوالی یا د ښځو لپاره د محرم نه‌لرلو له امله. د شکنجه کولو پر وړاندې د مبارزې نړیوال سازمان د نیونو او شکنجو په قضیو کې د «طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست» رول ته په اشارې سره، د دغه بنسټ د کړنو د څارنې لپاره د عاجلو او خپلواکو میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې ده. په راپور کې راغلي چې د طالبانو امنیتي مامورین په توقیف ځایونو کې د وهلو…

Sources

  • Amu TV2026-06-26 04:41:15
    د شکنجې په نړیوال شاخص کې افغانستان د «خورا لوړ خطر» کچه کې راغی | آمو ټلویزیون
    Original link

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button